د کرنې وزارت او مخابراتي شرکتونو هوکړه؛ هر کال به د دولت خزانې ته ۲۰۰ ميليون افغانۍ عوايد جمع کيږي
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او مخابراتي شرکتونو ترمنځ يوه هوکړه لاسلیک شوې، چې له مخې به يې هر کال د دولت خزانې ته ٢٠٠ ميليونه افغانۍ عوايد جمع کېږي.
یاد وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، د دې هوکړې له مخې مخابراتي شرکتونه کولى شي، چې د خپلو انتنونو د نصبولو لپاره د ياد وزارت څخه ځمکې په کرايه واخلي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په یادو مخابراتي شرکتونو کې روشن، ام ټي اېن، اتصالات او آسیا ګروپ شرکتونه شامل دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې چې د دغې هوکړې په واسطه به په کلني ډول له ۲۰۰ میلیونه افغانۍ زیات عواید د دولت خزانې ته اضافه کېږي.