د غزني حوزوي روغتون پاتې چارې بيرته پيل شوې
د عامي روغتيا وزارت وايي، د غزني ولايت حوزوي روغتون پاتې چارې يې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې بيرته پيل کړې دي.
د غزني حوزوي روغتون سل بستره لري چې د بيارغونې چارې به يې په شپږو مياشتو کې د ملي پراختيا شرکت له لوري بشپړې او ګتې اخيستنې ته به چمتو شي.