پکتيا ولايت کې د درېيو چک ډېمونو چارې پیل شوې
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت وايي، په پکتیا کې د ۴۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د درېيو چک ډيمونو او بديلو پروژو چارې پیل شوې.
دغه پروژې د دې وزارت وزير ملا محمد يونس اخندزاده له لوري پرانېستل شوې او عملي چارې يې پيل شوې.
د یادونې وړ ده، چې ياد وزارت په کاپيسا او باميانو ولايتونو کې د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو د پرانېستلو خبر هم ورکړى.