د پیاوړي اقتصاد لپاره کرنه او د کرنې لپاره اوبه مهمې دي

د پیاوړي اقتصاد لپاره کرنه او د کرنې لپاره اوبه مهمې دي بیارغونه او پراختیا
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د پکتیکا پلتوني بند د پرانیستي مراسمو کې

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د پکتیکا ولایت پلتوني بند د پرانېستي مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت دا درک کړې، چې د پیاوړي اقتصاد لپاره کرنه او د کرنې د پرمختګ لپاره اوبه تر ټولو مهمې دي.

ملاعبدالغني برادر اخوند ویلي، د همدې موخې لپاره اسلامي امارت د اوبو مدیریت په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی.

ملا برادر ویلي، اسلامي امارت د هېواد ځان بسیاینې، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو ترڅنګ د طبیعي سرچینو مدیریت لپاره قوي اراده لري.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د هېواد په کچه د هغو لویو او متوسطو بندونو ارزونه کړې، چې کارونه یې نیمګري او یا هم نه و پیل شوي په خبره یې، د بندونو د چارو بشپړولو لپاره یې جامع کاري پلانونه جوړ کړي، چې له مخې یې د ډېرو بندونو عملي چاري هم پیل شوې دي.

د پکتیکا ولایت د پلتوني بند د شاوخوا ۲۵میلیونه مترمکعب اوبو زېرمه او ۲۵۰۰هکتاره ځمکې د خړبولو ترڅنګ د ۹۳۵کیلواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري.

د دې بند په بشپړېدو سره به د پکتیکا ولایت مرکز شرنې سربېره د نیږدې سیمو تر ځمکې لاندې اوبیزې  زېرمي پیاوړې، کرنیزې ځمکې پراخه، سېلابونه به مهار او د چاپېریال په خوندي ساتلو کې به رغنده رول ولوبوي.

تړلي موضوعات