اووه مېوې چې د ګېډې د پړسوب درملنه کوي
ډېری خلک نن سبا د ګېډې پړسوب او باودونو ته پرېشان وي، سره له دې چې دا د اندېښنې وړ ستونزه نه ده، خو بيا هم يو ښه احساس له ځان سره نه لري.
كه يو څوک د ګېډې له دغه ډول پړسوب او بادونو کړېږي؛ هغه کولی شي له هغو اوو مېوو يوه وخوري چې فلوريدا کې د هاضمي سيستم د ناروغيو متخصص جوزېف سلهب پرې په ګېډه د فشار کمولو لپاره ټينګار کړی دی.
د نيويارک پوسټ له راپور سره سم ډاکټر سلهب ويلي دي، چې د سختې او ډکې ګېډې د ارامولو لپاره شين توت (Blueberries) خرما، اينځر، کيوي، ګواوا (Guava) پپايا (Papaya) او اناناس خوړل کېدی شي.
د ټېک ټاک په يوه وېډيو کې چې په روانه اوونۍ کې لسګونه زره ځل ليدل شوې ده؛ ډاکټر سلهب د ۲۰۲۲ز کال يوې ترسره شوې څېړنې ته اشاره کړې ده، چې په ترڅ کې يې څرګنده شوې وه چې وټامن سي د بيفيډوباکټيريوم (Bifidobacterium)په نوم بکتريا کچه لوړوي او دا د کولمو د بکتريا د طبيعي توازن په رغولو، د اسهال په کمولو او د غيراړينو بکترياو په مخنيوي کې مرسته کوي. دغه راز د خوړو هضم اسانوي او وټامنونه او غذايي توکي حل کوي او هضموي. دا خو څرګنده ده چې د کولمو بکترياوې د فايبرونو په هضم، د خوراکي توکو په حل کولو او دفاعي سيستم پياوړي کولو کې مرسته کوي.
ډاکټر زياته کړې ده: «د کولمو د روغتيا ښه کولو په لارو چارو کې يوه له وټامن سي سره د هغو خوراکونو کول دي چې په فايبرونو غني دي. دا ثابته ده چې دا دواړه د بېلګه هضمي سيستم د روغتيا لپاره د کولمو ګټورې بکترياوې ډېروي».