د غزې جګړې او د اشغال د پای لپاره دې په نړېواله کچه هڅې زیاتې شي

د غزې جګړې او د اشغال د پای لپاره دې په نړېواله کچه هڅې زیاتې شي سیاست
د اسلامي همکاریو سازمان

د اسلامي همکاریو سازمان وایي، د صهیونیستي رژيم د غیري معمولي بریدونو له کبله غزې او اشغال شوي قدس ښار کې د نړېوال قانون او د ملګرو ملتونو له اړوند پرېکړو ښکاره سرغړونه کیږي.

د اسلامي همکاریو سازمان په خپله اېکس پاڼه د دې سازمان د عمومي سکرتریت مشر حسین ابراهیم طه له قوله لیکلي، د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او عمومي اسمبلې د پرېکړو د تطبیق لپاره په نړیواله کچه هڅې زیاتې او فشار راوړي.

ابراهیم طه دغه څرګندونې د اسلامي همکاریو سازمان مرکز جده ښار کې د یاد سازمان د ۵۰مې دورې بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته د تیاریو لپاره چې ټاکل شوې د روانې اګست میاشتې په ۲۹ او ۳۰ مه نېټه په کامرون یاؤند ښار کې ترسره شي کړې دي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې غړي هېوادونه دې د اسرائیلي نظامي بریدونو د سمدستي پای ته رسولو، غزې ته د دوامداره انساني مرستو یقیني کولو او د اسرائیلي بندیز د له منځه وړلو لپاره د UNRWA ملاتړ وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۰ مې دورې غونډه داسې مهال ترسره کیږي، چې فلسطین د اشغالګرو له جدي ننګونو سره مخ دی او هره ورځ غزه کې د اشغالګرو اسرائیلو په بریدونو کې په لسګونو بې ګناه مسلمانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

تړلي موضوعات