صهیونیستي رژيم د خپلې ناهیلۍ د پټولو لپاره شهید هنیه په نښه کړ
د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملامحمد حسن اخوند د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د شهادت په اړه تعزیت پيغام کې شهید هنیه د اسلامي امت لپاره ستره ضایع یاد کړی.
رئیس الوزراء په خپل پیغام کې ویلي، صهیونیستي رژيم شهید هنیه د خپلې ناهیلۍ د پټولو لپاره په نښه کړ.
ملا محمدحسن اخوند ویلي، د شهید هنیه په نښه کول د ټولو مروجو نړېوالو نورمونو څخه ښکاره سرغړونه ده او دا د دې ښودنه کوي، چې دښمنان په روانه جګړه کې هیڅ اصل ته درناوی نه کوي او نه هم اوسنۍ جګړه کې کومه لاسته راوړنه لري.
د افغانستان رئیس الوزراء زیاته کړې، له لسو میاشتو راهیسې په غزه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د نسل وژنې په تړاو د غربي بنسټونو او بشري حقونو د مدعي سازمانونو چوپتیا د دغو ادارو حقیقت څرګند کړ.
نوموړي ډاډ څرګند کړی چې د حق او ازادۍ لپاره به د فلسطیني ملت مقاومت دوام ولري.
رئیس الوزراء د نړۍ او سیمې په اغېزناکو هېوادونو غږ کړی، چې په غزه کې د صهیونیستي رژيم د لا زیاتو جنایتونو مخه دې ونیسي.