تېره ورځ زر تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي

تېره ورځ زر تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي افغانستان
تېره ورځ زر تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو چارو وزارت ویلي، تېره ورځ د ثوس په ۲۸مه نېټه د تورخم او سپین بولدک له لارو ۱۰۰۰تنه کډوال هېواد ته بیرته راستانه شوي.

د کډوالو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۹۱ کورنۍ چې ۵۰۵ تنه کېږي په جبري ډول له دغې لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.

د راپور پر آساس د کډوالو ادارې تر ثبت ورسته د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ، د غذا نړیوال او د کډوالو نړیوال سازمانونو ته ور معرفي شوي دي. 

همداراز د ټاکل شوې کمېټې  له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ هم ورکړل شوې دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر آساس له دغې لارې بیا ۹۳ کورنۍ کډوال چې ۴۹۵ تنه کېږي په جبري ډول هېواد ته راستانه کړل شوي.

د یاد آمریت آمر وایي، چې راستانه شوي کډوال د ټاکل شوې کمېټې تر ثبت وروسته د لاډېرو مرستو په موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ دفترونو او د کډوالو نړیوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.

تړلي موضوعات