د تېر په پرتله له یو شمېر هېوادونو او بنسټونو له استازو سره اړیکې پراخې شوې

د تېر په پرتله له یو شمېر هېوادونو او بنسټونو له استازو سره اړیکې پراخې شوې سیاست
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین سره

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال قطر ته د سفر په ترڅ کې دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر څخه لیدنه کړې او د مسئولینو فعالیتونه یې ارزولي دي.

دې کتنه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، د پخوا په پرتله د یو شمېر هېوادونو او بنسټونو له استازو سره اړیکې پراخې شوې دي.

سهیل شاهین ویلي، هغه هېوادونه چې سفارتونه یې کابل کې فعال نه دي د یو لړ مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو په هکله دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر سره په اړیکه کې دي.

بلخوا سیاسي مرستیال د یاد دفتر ارزښت په کتو ویلي، د اسلامي امارت سیاسي دفتر د ا.ا د سیاسي اړیکو د پراختیا په برخه کې اغېزناکه ونډه لري، چې د یو لړ مسایلو د حل او پرمختګ په برخه کې یې رول له پامه نه شي غورځېدلای.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تېره ورځ د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مخکیني مشر اسماعیل هنیه د جنازې مراسمو کې د ګډون په موخه قطر ته په سفر تللی.

تړلي موضوعات