د اسماعیل هنیه شهادت به د فلسطین د ازادۍ غوښتنې روحیه لا پیاوړې کړي

د اسماعیل هنیه شهادت به د فلسطین د ازادۍ غوښتنې روحیه لا پیاوړې کړي سیاست
د حماس عورځنګ د سیاسي دفتر مخکنی مشر اسماعلی هنیة

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، اسماعیل هنیه خورا مدبر او سنجیده سړی و د هغه شهادت به د فلسطین د ازادۍ غوښتنې روحیه لا پیاوړې کړي.

مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه ویلي، شهید هنیه تر شا ډېر همفکره هنیه ګان پرې ایښي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، شهادت د مسلمان لپاره سعادت دی.

تېره ورځ اسلامي امارت تهران کې د اسماعيل هنیه د شهادت رسولو په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د صهیونیستي رژيم د جنایتونو دوام له شک پرته سیمه او د سیمې هېوادونه بې ثباته کړي، چې د هر ډول ناخوالو او بدو پایلو پړه به بیا د یرغلګرو صهیونیستانو او د دوی د ملاتړو پر غاړه وي.

د حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر مخکینی مشر اسماعیل هنیه وړمه ورځ د ایران پلازمېنه تهران کې په داسې حال کې په شهادت ورسېد، چې د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره دې هېواد ته تللی و.

تړلي موضوعات