د صهیونیستي رژيم جنایتونه به د سیمې هېوادونه لا بې ثباته کړي

د صهیونیستي رژيم جنایتونه به د سیمې هېوادونه لا بې ثباته کړي سیاست
د حماس عورځنګ د سیاسي دفتر مخکنی مشر اسماعلی هنیة

د افغانستان اسلامي امارت د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعيل هنیه د شهادت په غبرګون کې ویلي، د صهیونیستي رژيم د جنایتونو دوام له شک پرته سیمه او د سیمې هېوادونه بې ثباته کړي، چې د هر ډول ناخوالو او بدو پایلو پړه به بیا د یرغلګرو صهیونیستانو او د دوی د ملاتړو پر غاړه وي.

اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، اسلامي امارت یوځل بیا له اغېزناکو لوریو په ځانګړي ډول اسلامي او عربي نړۍ څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې په سیمه کې د صهیونیستي یرغل او وحشتونو په مخنیوي کې خپله ټوله هڅه وکړي.

اسلامي امارت د ښاغلي هنیه د شهادت له امله د هغه دردېدلې مجاهدې کورنۍ، د حماس مشرتابه او په سنگر کې د صهیونستي یرغلگرو پر وړاندې مرابطینو مجاهدینو ته تسلیت ویلی.

په اعلامیه کې ویل شوي، اسلامي امارت د فلسطين له سپېڅلي خاورې د حماس اسلامي غورځنگ دفاع اسلامي او انساني وجيبه گڼي، او د يرغلگر صهيونيستي رژيم وحشتونه، بمبارونه او د فلسطیني مسلمانانو نسل وژنه په کلکو ټکو غندي او بشري جنايت يې بولي.

اعلامیه کې زیاته شوې، چې اسلامي امارت د دغه ستر مجاهد شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه بولي.

د یادونې وړ ده، چې د حماس سیاسي دفتر مشر تېره شپه په تهران کې په یوه برید کې په شهادت ورسېده.

تړلي موضوعات