قطر کې د ا.ا سیاسي دفتر مشر د افغانستان لپاره د ایټالیا شارژدافیر سره کتلي

قطر کې د ا.ا سیاسي دفتر مشر د افغانستان لپاره د ایټالیا شارژدافیر سره کتلي سیاست
قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د ایټالیا شارژدافیر ناتالیا کوئینتاویل سره کتلي.

سهیل شاهین په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې کتنه کې یې د روان وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو، روغتیایي سکټور او نورو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

دغه کتنه وروسته له هغې کیږي، چې تر دې وړاندې بلومبورګ رسنۍ په خپل راپور کې ویلي و، د اروپایي ټولنې یو شمېر هېوادونه په ځانګړي ډول ایټالیا کابل کې د خپل سفارت پرانېستلو او په رسمیت د اسلامي امارت پېژندلو په اړه څېړنه کوي.

تړلي موضوعات