د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ایران ولسمشر سره کتلي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو څنډه کې هغه ته د نوي ولسمشر په توګه د مبارکۍ ترڅنګ په ورسپارل شویو چارو کې د بریا او پرمختګ غوښتنه کړې.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم تېره ورځ ترسره شول چې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په ګډون د ۸۰ هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازو په کې برخه لرله.