جاپاني چارواکو سره په مهمو موضوعاتو او هر اړخیزو همکاریو خبرې وشوې

جاپاني چارواکو سره په مهمو موضوعاتو او هر اړخیزو همکاریو خبرې وشوې سیاست
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له جاپاني چارواکو سره کتلي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د جاپان ساسکوا بنسټ مشر ایتسو اداچي او د یوناما پخواني رئیس تدامچي یاماموتو سره کتلي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې یاماموتو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په هر اړخیزې همکارۍ د ټینګار ترڅنګ له جاپان سره د دوه اړخیزو همکاریو په پار د اسلامي امارت پلاوي ته د رسمي سفر بلنه ورکړې ده.

دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له افغانستان سره د جاپان له مرستو او همکاریو د مننې ترڅنګ یاد هېواد ته د اسلامي امارت د پلاوي د تګ په اړه ډاډ ورکړی.

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزیر دې کتنه کې د دوحې درېیمه ناسته مثبته بللې او د متوازن سیاست په رڼا کې یې د نړۍ له هیوادونو سره د مثبتو اړیکو په اړه د اسلامي امارت د بهرني سیاست په اړه معلومات ورکړي.

امیرخان متقي د افغانستان په اړه هر مثبت بدلون او سیاسي پرمختګ اغېزناک ګام بللی دی.

تړلي موضوعات