قطر کې د دوحې درېیمې ناستې د موضوعاتو پر تعقیب خبرې وشوې
دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین قطر کې د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره کتلي.
سهیل شاهین په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې کتنه کې دواړو لورو ترمنځ د دوحې درېیمې ناستې موضوعاتو پر تعقیب، د بزګرانو لپاره د بدیل کښت، روغتیا او د اقلیمي بدلون په تړاو خبرې شوې دي.
د فرانسې سفیر داسې مهال د دوحې درېیمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب خبره کوي، چې څو ورځې وړاندې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د نشه یي توکو کښت او بدیل معیشت برخه کې د نړیوالو پر مرستې نیوکه وکړه.
هغه مهال ښاغلي متقي وویل، چې د نشه یي توکو د له منځه وړلو په برخه کې نړېوالو خپل مسئولیت نه دې ادا کړی او په خبره یې، د نړېوالو فرمایشونه زیات خو عمل یي صفر دی.