د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر روان شو
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ایران په رسمي بلنه دې هېواد ته سفر وکړ.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه ویلي، سیاسي مرستیال به د دې درې ورځني سفر په ترڅ کې د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي.
حمد الله فطرت ویلي، نوموړی به د ایران سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا، هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو حل او د همکاریو په پراختیا خبرې وکړي.
سیاسي مرستیال د دې سفر په جریان کې د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره لیدنې کتنې ولري.
د یادونې ده، چې د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم به سبا سه شنبې ترسره شي.