کندهار او سمنګان کې ګڼې وسلې او زرګونه فیره مرمۍ نیول شوې

کندهار او سمنګان کې ګڼې وسلې او زرګونه فیره مرمۍ نیول شوې افغانستان
کندهار او سمنګان کې ګڼې وسلې او زرګونه فیره مرمۍ نیول شوې

د سمنګان ولایت امنیه قومندانۍ وایي، چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په تېرو درېیو میاشتو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال په سلګونو میله بېلابېل ډوله وسلې او په زرګونو فیره مرمۍ نیولې دي.

د سمنګان ولایت د تروریزم امر ملا شکرالله فیضاني ویلې، چې په دې موده کې یې ۲۸میله وسلې، ۹ زره او ۴ سوه فيره د کلاشینکوف مرمۍ، ۴۲۰۰ د پیکا مرمۍ او ۱۶۰ د دهشکې مرمۍ یې له پخوانیو نظامیانو او غیرمسؤله وسله والو څخه نیولې، چې له دې ډلې یې ۱۹میله اسلحې په رسمي ډول د ډایاک پروګرام ته سپارل شوې دي.

بلخوا د کندهار ولایت مقام رسنیو دفتر هم خبر ورکړی، چې د ۲۰۵ الدبر قول اردو اړوند د درېیمې سرحدي لوا د کشف امریت منسوبینو د سپین بولدک ولسوالۍ زیارت شیلي سیمه کې رزګونه فیره مرمۍ نیولې دي.

په دغو مرمیو کي ۴۹۷۲ د سقیل او ۶۹ د کلاشینکوف شاملې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال په سلګونو میله سپکې او درنې وسلې نیول شوې دي.

تړلي موضوعات