شبرغان کې امنیتي ځواکونو وسله وال غله وژلي دي

شبرغان کې امنیتي ځواکونو وسله وال غله وژلي دي افغانستان
وژل شوي غله

د جوزجان امنیه قومندانۍ وايي، چې امنیتي ځواکونو هغه درې تنه وسله وال غله وژلي، چې د یوه هېوادوال له کور څخه یې غلا کړې وه او د تېښتې او مقاومت هڅه یې کوله.

د یادې قومندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي، چې یادو غلو د تېښتې پر مهال له امنیتي ځواکونو سره مقاومت پیل کړ، چې پایله کې یې درې تنه غله و وژل شول او یو بل تن وتښتېد، چې تر تعقیب لاندې دی.

د قومندانۍ د ویاند په خبره، چې دا پېښه نن سهار وختي شاوخوا ۴ بجې د جوزجان مرکز شبرغان د هوایي میدان په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د لیندۍ پر ۱۸ مه نېټه مزارشریف ښار کې هم هغه دوه تنه وسله وال غله چې د تېښتې او مقاومت هڅه یې کوله د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي وو.

تړلي موضوعات