د ایران له زندان څخه ۱۹۳ تنه افغانان ازاد شوي دي

د ایران له زندان څخه ۱۹۳ تنه افغانان ازاد شوي دي افغانستان
د ایران له زندان څخه ۱۹۳ تنه افغانان ازاد شوي دي

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست مسؤلین وایې، په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت او په زاهدان ښار کې د اسلامي امارت قونسلګرۍ په هڅو په نهم پړاو کې د ایران له الغدیر زندان څخه ۱۹۳ تنه زندانیان ازاد او هېواد ته را ستانه شول.

د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام وایې، دغه ډله افغانان د قانوني اسنادو نشتون له کبله بندیان شوي وو، چې نن ازاد او په نیمروز کې سیمه ییزو مسؤلینو ته وسپارل شول.

ښاغلي الهام زیاته کړې، تېره اوونۍ هم په اتمه مرحله کې ۶۳ تنه افغان زندانیان د ایراني حکومت له لوري خلاص شوي وو.

د یادولو ده چې په تېرو نهو میاشتو کې په اوو مرحلو کې د ایران له زندانونو څخه ۲۲۴ تنه افغان زندانیان ازاد او بیرته هېواد ته راستانه شوي دي.

تړلي موضوعات