د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قومندانۍ ۴۳۳ تنه منسوبین فارغ شوي

د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قومندانۍ ۴۳۳ تنه منسوبین فارغ شوي افغانستان
د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قومندانۍ ۴۳۳ تنه منسوبین فارغ شوي

دفاع وزارت: د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قومندانۍ ۴۳۳ تنه منسوبین فارغ شوي

 ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه ۴۳۳ تنه سرتېري د سرحدي اصولو فوق العاده درې نیم میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه په بېلابیلو څانګو کې فارغ شوي.

 دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې اړه مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال فارغ شوو منسوبینو ته ویلي، چې در سپارل شوي مسؤلیتونه باید په ښه توګه ادا کړئ، د هېواد له سرحداتو څخه په ښه توګه ساتنه وکړئ او د خلکو پر وړاندې له نرمې لهجې او غوره اخلاقو څخه کار واخلئ.

سرچینه زیاتوي، چې مسؤلینو له فارغ شویو مجاهدینو غوښتي، چې ترلاسه کړې زده کړي په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو سرتېرو ته هم ور زده کړي.

 له بل لوري فارغو منسوبینو هم ډاډ ورکړی، چې خپل اسلامي نظام ته د خدمت په موخه د هېواد په هر ګوټ او هر راز شرایطو کې دندې اجراء کولو ته چمتو دي.

تړلي موضوعات