پکتیا کې د ۲۳ پروژو چارې بشپړې شوې

پکتیا کې د ۲۳ پروژو چارې بشپړې شوې بیارغونه او پراختیا
پکتیا کې د ۲۳ پروژو چارې بشپړې شوې

د پکتیا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست خبر ورکوي، چې دغه ولایت کې د ۲۳ بېلابېلو پراختیایي پروژو چارې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یاد ریاست مسؤلین وایي، دغه پروژې، چې د دې ولایت د مرکز ګردېز ښار په بېلابېلو سيمو کې پلې شوې پکې پر کلیوالي سړکونو جغل اچونه، د اوبولګولو ساختمانونه، محافظوي دېوالونه او د اوبو کوچني بندونه جوړول شامل دي.

 د یادونې وړ ده، چې په دې پروژو ۳۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د یونپس یا د ملګروملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې له لوري ورکړل شوی دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد پر اقتصادي سیستم د بندیزونو سره سره لا هم ټول هېواد کې د اسلامي امارت له لوري او د همکارو موسسو په مرسته د رغونې او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي.

 

تړلي موضوعات