چاته اجازه نه ورکوو، چې د اوسني نظام او راغلي امنیت پر وړاندې ګام واخلي

چاته اجازه نه ورکوو، چې د اوسني نظام او راغلي امنیت پر وړاندې ګام واخلي افغانستان
چاته اجازه نه ورکوو، چې د اوسني نظام او راغلي امنیت پر وړاندې ګام واخلي

قومي مشران او دیني عالمان: چاته اجازه نه ورکوو، چې د اوسني نظام او راغلي امنیت پر وړاندې ګام واخلي

 د هېواد یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو په ارګ کې د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د اسلامي امارت پر ملاتړ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د راغلي نظام او شته امنیت پر وړاندې څوک ګام واخلي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغو دیني عالمانو او قومي مشرانو د مولوي عبدالکبیر عیادت کړی او بیرته یې دندې ته د هغه په راتګ خوښي ښودلې.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د ولس او علماوو همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړي همداراز ډاډ ورکړی، چې په ورځینو چارو کې د خلکو غوښتنې په نظر کې نیول کېږي او ورته لومړیتوب ورکوي.

تړلي موضوعات