تر راتلونکو لسو ورځو د افغان حاجیانو راستنېدو لړۍ بشپړېږي
د ارشاد حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د تنظیم مرستیال وایي، افغانستان ته د روانې چنګاښ میاشتې په ۲مه نېټه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ پیل شوه، چې د همدې میاشتې تر ۳۰ مې به بشپړه شي.
نوموړي ویلي، افغانستان ته د حاجیانو د بیرته راستنېدو له پیله تر اوسه د هېواد بېلابېلو زونونو ته په ۵۵ پروازونو کې ۱۷زره او ۲۲۹ حاجیان راستانه شوي دي.
د یادونې ده، چې سږ کال له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته د حج فریضې د ادا کولو په موخه تللي وو.