اسلامي امارت له ټولو شته امکاناتو پر استفادې کډوالو ته د مناسبې زمینې برابرولو هڅې کوي

اسلامي امارت له ټولو شته امکاناتو پر استفادې کډوالو ته د مناسبې زمینې برابرولو هڅې کوي افغانستان
اسلامي امارت له ټولو شته امکاناتو پر استفادې کډوالو ته د مناسبې زمینې برابرولو هڅې کوي

مولوي عبدالسلام حنفي : اسلامي امارت له ټولو شته امکاناتو پر استفادې کډوالو ته د مناسبې زمینې برابرولو هڅې کوي  

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، معینانو او استازو سره لیدنه کې تازه راستنو شویو کډوالو پر وضیعت خبرې اترې کړې .

 د ارګ له لوري خپاره شوي خبر کې راغلي، چې د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د ریاست الوزراء اداري معاونیت ته د خپلو چارو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې مؤظفې کمېټې د راستېدونکو مهاجرو د لېږد او ځای پر ځای کولو په برخه کې لازم خدمات وړاندې کوي او تل هڅه کوي د خدماتو د عرضې په برخه کې له ټولو شته امکاناتو ګټه واخلي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې د اسلامي امارت  ټول مسؤلین د یاد بحران د غوره  مدیریت په موخه هیڅ راز هڅې نه درېغوي .

نوموړي له سوداګرو او پانګوالو غوښتي، چې کډوالو سره همکاري کې ونډه واخلي.

بل لور ته ښاغلي حنفي ویلي، چې اسلامي امارت په غیر قانوني یا اجباري ډول له پاکستان او ایران راستنېدونکو کډوالو ته له ټولو شته امکاناتو پر استفادې د مناسبې زمینې برابرولو هڅې کوي ، چې له نېکه مرغه اسلامي امارت د دغه بحران مدیریت کې بریالی دی.

تړلي موضوعات