د دولتي ورځپاڼو رئیس: په هېواد کې مطبوعاتو ته بايد جدي پاملرنه وشي

د دولتي ورځپاڼو رئیس: په هېواد کې مطبوعاتو ته بايد  جدي پاملرنه وشي افغانستان
د دولتي ورځپاڼو رئیس مولوي محمد ابراهیم نبیل

کابل کې «د هېوادنۍ ورځپاڼو او ژبو» په اړه سیمینار کې د دولتي ورځپاڼو رئیس مولوي محمد ابراهیم نبیل وویل، چې په هېواد کې مطبوعاتو ته بايد جدي پاملرنه وشي او د رسنيو مسئولين هم بايد د اسلامي اصولو، ارزښتونو او ملي ګټو په پام کې نيولو سره خپلې نشراتي چارې او فعاليتونه عيار کړي.

په دې سیمینار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتيق الله عزیزي همدارنګه وویل، چې ورځپاڼې د هېواد د تاريخ يوه مهمه برخه ده، نو بايد اړتياوې يې پوره او کلکه ساتنه ترې وشي.

ښاغلي غزیزي یاد سیمینار کې له ورځپاڼو غوښتي، چې د شل کلنې دورې د وحشتونو او جنایتونو د انعکاس یوه لویه لړۍ پيل کړي.
د یادونې وړ ده، چې دا سیمینار نن کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شو، چې په کې د افغاني ورځپاڼو او ژبو په شالید، پرمختګ او پر وړاندې یې شته ننګونو په اړه بحث کېږي.

تړلي موضوعات