کورنیو چارو وزیر: له امنیتي ادارو سره د ولسونو همکاري ډېره شوې

کورنیو چارو وزیر: له امنیتي ادارو سره د ولسونو همکاري ډېره شوې افغانستان
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کورنیو چارو وزیر لیدنه

د کورنیو چارو وزیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره کتنه کې ویلي، چې له امنیتي ادارو سره د ولسونو همکاري ډېره شوې، چې له امله یې امنیتي ادارې ښې لاسته راوړنې لري.

ارګ ویلي، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او یو شمېر نورو مسؤلینو سره کتلي دي.

مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې د ولس او اسلامي امارت ګډه همکاري او همغږي د سترو بنسټیزو پروژو پلي کولو او خلکو ته د ښه ژوند زمینه برابروي.

سیاسي مرستیال د هېواد امنیتي مسئولینو او نورو مقاماتو ته سپارښتنه کړې، چې له خلکو سره ښه چلند او نرمښت وکړي.

تړلي موضوعات