سبا افغانستان د نړېوال جام نیمه پای لوبه کې

سبا افغانستان د نړېوال جام نیمه پای لوبه کې سپورت
سبا افغانستان د نړېوال جام نیمه پای لوبه کې

دا د افغانستان کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې نیمه پای لوبې ته لار پیدا کوي او د څلورو غوره ټېمونو په کتار کې خپل نوم ثبت کوي.

 

افغان ملي لوبډله به سبا پنجشنبه د کابل په سیمه ییز وخت سهار پنځه بجې د سویلي افریقا سره مخامخ شي.

 

افغان ملي ټیم د ۲۰۲۴ نړېوال شل اوریز جام د سیالیو په لړۍ کې تر دې دمه اوه لوبې کړې، چې پنځه یې ګټلې دي.

 

افغانستان د نیوزیلنډ، پاپوا نیو ګینه، یوګانډآ، اسټرالیا او بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

 

نیمه پای لوبې ته د افغانستان په ګډون، سویلي افریقا، هندوستان او انګلستان لوبډلې وتلي دي.

تړلي موضوعات