د اسرائیلي پوځ له لوري د خبریالانو وژلو په اړه د حریت نیوز پیغام

د اسرائیلي پوځ له لوري د خبریالانو وژلو په اړه د حریت نیوز پیغام افغانستان
وژل شوي او ټپیان خبریالان

حریت نیوز او راډيو غزه کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د خبریالانو په نښه کول او هغوی ته مرګ ژوبله اړول په تر ټولو سختو ټکو غندي.
غزه کې د خبریالانو او د رسنیو کارمندانو هدف کول د اسرائیلو له لوري غزه کې د روانو وحشتونو پټولو هڅه ده، چې غواړي د نړۍ او نړېوالو له سترګو څخه حقایق، خپل وحشي بریدونه او بشريت ضد جنایتونه پټ وساتي.

حریت د بیان د ازادۍ پر علمبدارو هېوادونو او د رسنیو او خبریالانو پر ملاتړو بنسټونو غږ کوي، چې باید د خپلو رسنیزو همکارانو ژغورنې، دفاع او ژوند ته لومړیتوب ورکړي.

اسرائیلي پوځ دې د خبریالانو په نښه کول سملاسي ودروي او د خبریالانو نړېوالو حقوقو، بیان ازادي او د هغو خونديتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د دقیقو او کره شمېرو له مخې تر دې مهاله غزه کې شاوخوا ۸۹ خبریالان د اسرائیلي اشغالګرو له لوري وژل شوي، ۸ تنه نیول شوي او ګڼ ټپیان شوي دي، چې دا د اسرائیلو له لوري لوی نه بخښونکی تاریخي بشري جنایت دی

تړلي موضوعات