نږدې ورځو کې به هېواد ته د افغان حاجیانو د انتقال لړۍ پیل شي

نږدې ورځو کې به هېواد ته د افغان حاجیانو د انتقال لړۍ پیل شي اسلام او کلتور
افغان حاجیان

د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزیر شیخ دوکتور نورمحمد ثاقب وایي، په مکه مکرمه کې د حج مناسک په بریالیتوب سره پای ته رسېدلي دي.

ښاغلي وزیر په یوه ویډیویي کليپ کې ویلي، هغه افغان حاجیان چې تر اوسه مدینې منورې ته نه دي تللي هلته تر تګ وروسته به یې هېواد ته د تک پروسه پیل شي.

نوموړي زیاته کړې، ټول هغه افغان حاجیان چې په لومړیو پروازونو کې د حج فریضې ادا کولو لپاره تللي وو، بیرته مکې مکرمې ته راستانه شوي او ډېر ژر به یې هېواد ته د ستنولو لړۍ پیل شي.

د یادونې ده، چې سږ کال له افغانستان څخه ۳۰ زره افغانان د حج فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي، چې بریالیتوب او له کومې ستونزې پرته یې د حج مناسک پر ځای کړل.

تړلي موضوعات