کابل کې د غلو یوه ډله د ۷ عرادې موټرو سره یوځای نیول شوې

کابل کې د غلو یوه ډله د ۷ عرادې موټرو سره یوځای نیول شوې افغانستان
د پولیسو له لوري نیول شوي موټر

د کابل امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د ۱۵ مې حوزې پولیسو د غلو اووه کسیزه ډله د ۷ عرادې موټرو سره یوځای نیولې ده.

کابل امنیه قومنداني رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د غلو یاده ډله پولیسو له پرله پسې هڅو وروسته نیولې ده.

د یادې سرچینې په خبره، چې د نیول شویو موټرو له ډلې د دوو عرادو مالکان پیدا شوي دي او پنځه موټر لا هم ۱۵ مه حوزه کې شتون لري.

د یادونې وړ ده، چې یاد کسان د پنجشنبې په ورځ د پولیسو له لوري نیول شوي دي.






تړلي موضوعات