د حج مناسکو اداء کولو لپاره منی شریفې ته د افغان حاجیانو لېږد پیل شو

د حج مناسکو اداء کولو لپاره منی شریفې ته د افغان حاجیانو لېږد پیل شو اسلام او کلتور
افغان حاجیان منی ته د لېږد پر مهال

د حج او اوقافو وزارت وایي، د ایام تشریق د ورځو په رارسېدو سره د حج مناسکو د اداء کولو لپاره د افغان حاجیانو کاروانونه د مکې معظمې له عمارې د منی شریفې په لور روان شول.

مکه مکرمه کې د تسکین او ترحیل کمېټې مسئول مولوي عطاءالله خادم ویلي، د ذوالحجې میاشتې په اتمه له ټولو عمارو څخه د افغان حاجیانو کاروانونه پیل شوي دي.

افغان حاجیانو منی شریفې ته د حج مناسکو د اداء کولو لپاره په خپل وخت د حاجیانو د لېږد پروسه ستایلې ده.

منی د مکې مکرمې ښار په پنځه کیلومټرۍ کې هغه ځای دی، چې د حاجیانو په ورتللو سره پکې د حج اعمال پیلېږي.

تړلي موضوعات