د افغانستان او ایران ترمنځ ورځ تر بلې کلتوري اړېکې پیاوړې کېږي

د افغانستان او ایران ترمنځ ورځ تر بلې کلتوري اړېکې پیاوړې کېږي اسلام او کلتور
د اطلاعاتو کلتور وزیر کابل کې د ایران سفیر سره د کتنې پرمهال

د اطلاعاتو کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره کتنه کې د کلتوري او هنري اړیکو پر پياوړتیا خبرې اترې کړې دي.

د اطلاعاتو کلتور وزیر دې کتنه کې ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ سیاسي تعامل او کلتوري همکارۍ ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.

په ورته مهال قمي د ایران او افغانستان ترمنځ د کلتوري او هنري اړیکو پر پیاوړتیا ټېنکار کړی دی.

تړلي موضوعات