ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون تمدید شوی

ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون تمدید شوی افغانستان
افغان او چارواکي د تړون غځولو پر مهال

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د دې شرکت یو پلاوي ازبکستان هېواد ته د سفر پر مهال د ۲۰۲۴ کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون یاد هېواد چارواکو سره تمدید کړی.

یاد شرکت زیاته کړې، چې د برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه په مشرۍ پلاوي د ازبکستان انرژۍ له وزیر میرزا محمدوف جورابیک سره د وارداتي برېښنا تړون غځولی او دغه ډول یې د برېښنا د کچې په زیاتوالي، تعرفې ټیټولو او د یاد شرکت تخنیکي کارکوونکو ته د ویزو ستونزو د حل په تړاو هم خبرې کړې دي.

ښاغلي حمزه دې کتنه کې ازبکستاني چارواکو ته ویلي، چې افغانستان کې د برېښنا کمښت له امله عامو وګړو سربېره صنعتي، تجارتي او دولتي تاسیساتو ته برېښنا بسنه نه کوي او له دې امله ګڼې ستونزې رامنځته شوې دي، چې باید پر وخت حل او د برېښنا مقدار کې زیاتوالی راشي.

بلخوا د دې هېواد انرژۍ وزیر ډاډ ورکړی، چې د درېیو دستګاوو تخنیکي ستونزو پر حل چټک کار روان دی، چې د یادو دستګاوو په بشپړېدو سره به د تړون مطابق افغانستان ته برېښنا ورکړل شي.

تړلي موضوعات