د حج او اوقافو وزیر د حج په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړ

د حج او اوقافو وزیر د حج په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړ اسلام او کلتور
د حج په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې د حج او اوقافو وزیر ګډون

د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نورمحمدثاقب سعودي عربستان کې د وندوة الحج الکبری په نوم د حج په تړاو ۴۸م نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

دغه کنفرانس هر کال مکې مکرمې ښار کې جوړېږي، چې د اسلامي نړۍ تر ۵۰۰ زیات مسئولین په کې ګډون کوي.

دغه کنفرانس په حج کې د شرعي او فقهي رخصتونو او اسانتیاوو په پام کې نیولو او د وضع شویو قوانینو او لوایحو مراعت کولو، د حج په مناسکو کې د سعودي عربستان تر څنک د اسلامي هېوادونو د نظریاتو، مشورو، هڅو او نور اړین موضوعاتو په موخه رابلل کیږي.

د خح او اوقافو وزیر څو ورځې وړاندې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه دې کنفرانس کې ګډون وکړ.

تړلي موضوعات