له پاکستان څخه ایستل شویو ګډوالو ته دې په مرستو کې لومړیتوب ورکړل شي
حیات الله مبارک: له پاکستان څخه ایستل شویو ګډوالو ته دې په مرستو کې لومړیتوب ورکړل شي
د کندهار د والي مرستیال حیات الله مبارک د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندون (یونیسف) استازي فران اکیزا سره په لیدنه کې ویلي، له پاکستان څخه را ایستل شویو افغان کډوالو ته دې د مرستو په رسولو کې لومړیتوب ورکړل شي.
د کندهار ولایت د رسنیو مرکز په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یونیسف استازي فران اکیزا کندهار ولایت ته د دې سازمان دچارو ارزونې په موخه سفر کړی و.
اکیزا په دې لیدنه کې ویلي، چې په روان کال کې یې له ۲۳میلیونه افغانانو ته خدمات وړاندې کړي دي.