سبا د ذوالحجې لومړۍ ورځ ده؛ اختر په دوشنبه دی

سبا د ذوالحجې لومړۍ ورځ ده؛ اختر په دوشنبه دی اسلام او کلتور
ارشیف؛ نوې راختلې میاشت

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تازه خبر ورکړی، چې د هېواد په ګڼو ولايتونو کې زياتو كسانو د ذو الحجة الحرام يا لوى اختر میاشت ليدلې او سبا د ذو الحجې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

د افغانستان سترې محکمې زیاته کړې، چې دوشنبه د ذو الحجة الحرام مياشتې ١٠ مه نېټه، چې روان لمریز کال د غبرګولي یا جوزا میاشتې ۲۸ مې نېټې سره برابره ده، د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د افغانستان سترې محکمې داسې حال کې سبا د ذوالحجې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه، چې سعودي عربستان نن ورځ د ذوالحجې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.

تړلي موضوعات