هلمند کې د نشه یې توکو ۱۵کارخونې له منځه وړل شوې
کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې هلمند کې د نشه یې توکو ۱۵ کارخونې له منځه وړل شوې دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ له نشه یې توکو سره د مبارزې منسوبینو په تېره يوه میاشت کې د نشه یې توکو ۱۵ کارخونې له منځه وړې دي.
د وزارت په خبره، په دې موده کې هلمند کې د نشه یې توکو د پلور او قاچاق په تړاو هم ۵۰ تنه له لسګونو زره کیلو نشه یې توکو سره نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې کورنیو چارو وزارت ځواکونو نن په فراه، پکتیا او خوست ولایتونو کې هم ۱۷ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.