سردار داوود خان روغتون کې د زړه جراحي څانګه پرانیستل شوه

سردار داوود خان روغتون کې د زړه جراحي څانګه پرانیستل شوه روغتیا
د سردارمحمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې په لومړي ځل د زړه جراحي څانګه جوړه او ګټې اخیستې ته وسپارل شوه.

د معلوماتو له مخې دې څانګه کې به د زړه ناروغانو درملنه کېږي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم یاد روغتون کې د انسان د مصنوعي غړو پروتیز مرکز هم پرانیستل شوی دی.

دغه مرکز د اسلامي اردو او مخکینۍ ادارې معلولینو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د لاس او پښو، نل ساق او د زنګون اتومات مصنوعي برخو کې خدمات وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه وزارت تر دې وړاندې ویلي و د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د سردارمحمد داوود خان روغتون زیات مجهز او د تېر په پرتله یې خدمات معیاري شوي دي.

تړلي موضوعات