سپېنې ماڼۍ افغانستان او عراق کې پر خپلو جنایتونو اعتراف وکړ

سپېنې ماڼۍ افغانستان او عراق کې پر خپلو جنایتونو اعتراف وکړ نړۍ
د امریکا ولسمشر ماڼۍ(سپینه ماڼۍ)

د سپېنې ماڼۍ ویاند جان کربي د سې شنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو روان وحشت ته د توجیې موندلو لپاره وویل، هغه بمبارۍ، چې اوس یې اسراییل کوي دوی( امریکا) په افغانستان او عراق کې کړې دي.

کربي د اسراییلي رژیم بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته په اشارې وویل، افغانستان او عراق کې زموږ د هوايي بریدونو په مهال هم ملکي وګړو ته تلفات اوښتل.

په ټوله کې د سپېنې ماڼۍ ویاند هڅه کړې، څو د اسراییلو هوايي بریدونو کې ملکي مرګ ژوبلې ته په یو ډول مشروعیت ورکړي.

دا له امریکايي یرغل وروسته لومړی ځل دی، چې سپېنه ماڼۍ په غیر مستقیم ډول افغانستان او عراق کې د ملکي وګړو په نښه کول مني.

په ټوله کې باور دادی، چې د ملکي وګړو د خوندېتوب په اړه د متحده ایالاتو دریځ او په جګړه ییزو سېمو کې د بشري حقونو ساتل د امریکا غولوونکي جګړه ییز تبلیغات دي.

تړلي موضوعات