روغتیايي متخصصین وايي، ورزش مو ذهن ځوان ساتلی شي
ځغاسته، له خوراک وروسته قدم وهل، لامبو، وزن پورته کول او له لوړو ځایونو ښکته کېدل یا پورته کېدل د انساني وجود روغتیا تضمین وي.
د نویو طبي څېړنو له مخې چې متخصصینو پر موږکانو کړې، دا جوته شوې چې پورتنیو تمریناتو په اجراکولو سره نه یواځې دا چې د بدن ټول غړي په ښه ډول کار کوي له ټولو مهمه دا چې ذهني فعالیت له ښه کولو او دماغ ځوان ساتلو سره مرسته کوي.
د متخصصینو سپارښتنه داده که غواړی، د ذهنې زوال څخه مو مخنیوی وشي نو بیا ځغاسته، لامبو، له خوراک وروسته قدم وهل، وزن پورته کول او لوړو ځایونو ته ختل مو په ورځنیو فعالیتونو کې شامل کړئ.