بنګلدیش او هند کې سمندري توپانونه، پر ښارونو سېلابونه راغلي

بنګلدیش او هند کې سمندري توپانونه، پر ښارونو سېلابونه راغلي نړۍ
سمندري توپان

اې ایف پي خبري اژانس خبر ورکړی چې لس کسان په بنګلدیش او ۶ نور په هند کې مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې بنګلدیش کې د سمندري توپان له امله تر اوسه له درې نیم میلیون زیات کسان اغیزمن شوي، ۳۵ زره ۴۸۳ کورونه ویجاړ او له سل زرو زیاتو ودانیو ته زیان اوښتی دی.

بنګلدیشي چارواکو ویلي، ددې احتمال ډېر دی چې د مړو په شمیر کې زیاتوالی راشي.

 د اې ایف پي خبري اژانس د راپور له مخې، وروسته له هغې چې زورورو څپو سمندري موانع او دېوالونه ونړول، اوبه د سېلابونو په څېر د ښارونو پرواټونو او کوڅو راماتې شوې.

تړلي موضوعات