مجاهد: تېره میاشت د ۱۹ ښځو په ګډون ۵۸۰ تنو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د کار او ټولنیزو چارو وزارت له قوله ویلي، چې تېره یوه میاشت کې د اسلامي امارت بېلابېلو ارګانونو کې د ۱۹ ښځو په ګډون ۵۸۰ تنو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې ذبیح الله مجاهد هرات کې ځوانانو سره غونډه کې ویلي و، چې د هېواد په کانونو کې یو لک او ۵۰ زره ځوانان په کار بوخت دي.