د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غزه کې د اوربند پرېکړه لیک تصویب کړی

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غزه کې د اوربند پرېکړه لیک تصویب کړی افغانستان
غزه کې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو غونډه

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۵۳ هېوادونو مثبتو رایو له کبله غزه کې د بېړني بشري اوربند پرېکړه لیک تصویب کړی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې دا پرېکړه لیک د ۱۵۳ هېوادونو پر مثبتو رایو تصویب شوی.

ملګري ملتونه زیاتوي، چې ۱۰ هېوادونو د امریکا په ګډون د دې اوربند په اړه منفي رایه کارولې او د جرمني، ایټالیا، بریتانیا او اوکرایین په ګډون ۲۳ هېوادونو له رایې کارونې ډډه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور دغه پرېکړه لیک تاریخي بللی په خبره یي، دا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له لوري د قوي پیغام ورکولو په معنا دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ د اسرائیلي اشغالګرو له لوري غزه کې سختې بمبارۍ او قتل عام روان دی، چې تر دې دمه له ۱۸ زرو ډېر فلسطیني مسلمانان شهـ. یدان شوي او شاوخوا ۵۰ زره ټپیان شوي دي.

خوا بلخو د امریکا په ګډون ځینې غربي هېوادونه لا هم غزه کې د روانې نسل وژنې بندېدا نه غواړي او اوربند په اړه مخالفت څرګندوي.

تړلي موضوعات