د غزني، زابل او پکتيکا ولايتونو د سرحدي پولو ستونزو حل په اړه غونډه شوې

د غزني، زابل او پکتيکا ولايتونو د سرحدي  پولو ستونزو حل په اړه غونډه شوې افغانستان
د چارو ادارې رئیس په مشرۍ یاده غونډه

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور په مشرۍ د غزني، زابل او پکتیکا ولایتونو د سرحدي پولو د ستونزې هواري په موخه غونډه شوې.
چارو ادارې ریاست ویلي، چې دا غونډه د کابينې د پرېکړې د تطبيق په موخه نن سه شنبه ترسره شوه.

د چارو ادارې رئیس دې غونډه کې ویلي، چې تر دې وړاندې د ژبې، قوم او سمت په نومونو باندې د افغانانو د وېشل کېدو او اختلافاتو هڅې کېدې، خو اسلامي امارت د ولسونو ترمنځ د يووالي او ستونزو د هوارۍ اراده لري او په دې برخه کې عملي ګامونه اخلي.

ښاغلي رئیس زیاته کړې، چې اسلامي امارت د هېواد ټولو قومونو ته په يو نظر ګوري، ټول ولس خپل وروڼه ګڼي او د خلکو غوښتنو ته ترجيح ورکوي،  ترڅو يووالی رامنځته او ټول افغانان په ګډه هېواد ته کار وکړي.

چارو ادارې ریاست پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې غونډه کې د يادې موضوع د اساسي حل په اړه پرېکړه وشوه، چې د زابل او کندهار ولايتونو استازو سره هم غونډه وشي او له هغې وروسته به ياده موضوع د وروستۍ پرېکړې لپاره د کابينې غونډې ته وړاندې شي.

د یادونې ده، چې د دغو درېیو دوو ولایتونو د پولو او سرحدي وېش د ټاکلو او معلومولو  لپاره د تېرو پنځو کلونو راهیسې په لوړه کچه ځانګړې کمېټې او کمېسیونونه تشکېل شوي، چې تر اوسه یې لا هم چارې پای ته نه دي رسولې، چې پولې مشخصې کړي. 

تړلي موضوعات