د کندهار امنیتي مسؤلین، په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وسلو لویه زېرمه کشف شوې
د کندهار ولایت امنیتي مسؤلین وایي، امنیتي ځواکونو د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د درنو وسلو او نظامي توکو یوه لویه زېرمه کشف کړې.
د کندهار امنیتي مسؤلینو حریت راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دغو عملیاتو کې ۸۱ د هاوان مرمۍ، ۶۸توغندي، ۱۶۵ د هشتاد پنج مرمۍ، دوه پایې هاوانونه، درې پایې دهشکې، ۹ دوربینونه او ګڼ شمېر نور مهمات د امنیتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې د دې زېرمتون په تړاو د نیول شویو کسانو په اړه څه نه دي ویل شوي.