د تایوان د نوي ولسمشر د لوړې مراسم؛ لای له چین سره د خبرو وړاندیز رد کړی خو پیکینګ بیا لای رد کړی

د تایوان د نوي ولسمشر د لوړې مراسم؛ لای له چین سره د خبرو وړاندیز رد کړی خو پیکینګ بیا لای رد کړی سیمه
د دې ټاپو د بیرته نیولو لپاره د زور کارولو امکان هم نه دی رد کړی

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د تایوان نوي ولسمشر لای د لوړې مراسمو کې ویلي، چې یوازې د تایوان خلک د دې حق لري د خپلې راتلونکې په اړه پریکړه وکړي.

بیجینګ د تایوان ډیموکراتیک جمهوریت د خپلې خاورې برخه ګڼي او هیڅکله یې د دې ټاپو د بیرته نیولو لپاره د زور کارولو امکان هم نه دی رد کړی.

لای له چین سره د خبرو اترو وړاندیز رد کړی، خو بیجینګ بیا لای رد کړی او نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې يوازې د تايوان خلک د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړې حق لري.

د لای د لوړې مراسمو کې د امریکا پخوانیو چارواکو چې د جوبایډن له خوا استول شوي، د جاپان، جرمني او کاناډا هېوادونو د قانون جوړونکو په ګډون د هغو ۱۲ هېوادونو مشرانو چې له تایوان سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې لري، لکه د پاراګوای ولسمشر سانتیاګو پینا ګډون کړی دی.

د چین د تایوان چارو دفتر تیره اونۍ ویلي، لای چې د "تایوان سیمې نوی مشر" بلل کیږي باید د سوله ایز پرمختګ یا ټکر ترمنځ یو انتخاب وکړي.

د یادونې ده، چې د ۶۴ کلن لای له بریا وروسته چین د تایوان ټاپو ته نږدې هوايي او سمندري فعالیتونه پیل کړي دي.

تړلي موضوعات