فراه کې په تېر یو کال کې ۴۰ میله وسلې کشف او نیول شوې

فراه کې په تېر یو کال کې ۴۰ میله  وسلې کشف او نیول شوې افغانستان
نیول شوې وسلې او نظامي تجهیزات

د فراه ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په تېر یوه کال کې ۴۰ میله بېلابېل ډوله وسلې کشف او نیولې دي.

د یادې قومندانۍ مسؤلین زیاتوي، چې په نیول شویو وسلو او تجهیزاتو کې ۱۷ میله کلاشینکوفونه ،۱۲ قبضې توفنګچې، یو شمېر نورې وسلې او زیاته اندازه نظامي توکي شامل دي. 

سرچینه زیاتوي، چې نیول شوې وسلې او نظامي توکې په غیر قانوني توګه ساتل کېدل، چې تېره ورځ د غه ولایت کې د ډایاک پروسې ته تسلیم شول.

تړلي موضوعات