کورنیو چارو وزیر: اسلامي امارت د هېواد جوړونکی دی نه ورانونکی
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د پکتیا ولایت په شواک ولسوالۍ کې د «یونس» جامع جومات د پرانېستي په مراسمو کې وویل؛ د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د رغنیزو پروژو په پلي کولو سره دا وښوده، چې اسلامي امارت د هېواد ورانونکی نه بلکې جوړونکی دی.
ښاغلي وزیر دې مراسمو ته په خپله وینا کې زیاته کړه؛ په داسې حال کې چې په هېواد کې له یرغلګرو سره د مبارزې پر مهال موږ ته بهرنیو د ورانوونکو خطاب کاوه.
نوموړي په خپلو خبرو کې همدارنګه وویل، په افغانستان کې د جهاد په برکت او د ولس په ملاتړ د هېوادوالو او نورو اهل خير مسلمانانو په مرسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې رغنیزي چارې دوام لري.
د کورنیو چارو وزیر همداراز ویلي؛ سره له دې چې لاهم ځیني لوري د اسلامي امارت په ارادې تور پوري کوي، خو وخت او تاریخ به له ولس سره د اسلامي امارت رښتینولي او مینه ثابته کړي.
ښاغلي حقاني ویلي، « موږ خپله خوشحالي ملت ته ور بښلې، د يتيمانو په ليدو مو خوښي کډه و کړي، که مو درنه قرباني ورکړه، خو د خدای تعالی په فضل سره مو د هېواد خپلوکي وګټله.»
نوموړي ټینګار وکړ، چې دوی په لویو خبرو او ژمنو نه، بلکې پر دین د ننګ، نېک چلند او نرمۍ له کبله امرین ټاکل شوي په خبره یې؛ څومره چې منسجم و اوسو هومره به مو د ښمان هم مغلوب وي.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني داسې حال کې دا څرګندوني کوي، چې دا مهال د هېواد ګوټ ګوټ کې په لویو اقتصادي، پراختیايي او بیارغونې پر پروژو چټک کار روان دی.