پکتیا شواک ولسوالۍ کې جامع جومات جوړ شوی
پکتیا شواک ولسوالۍ کې جامع جومات جوړ شوی
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د « یونس» په نوم دا جامع جومات د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ په سپارښتنه د یوه افغان سوداګر له لوري جوړ شوی، چې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
وزارت زیاتوي، چې دا جومات پر يو وخت د څلور سوه لمونځ کوونکو ځای کېدو ظرفیت لري، چې تېره ورځ د خلیفه سراج الدین حقاني په شتون کې د لمونځ کوونکو پر مخ پرانېستل شو.