مولوي مطیع الحق خالص ایټالیا ته سفر کړی
د افغاني سرې میاشتې رئیس مولوي مطیع الحق خالص تېره ورځ د ایټالیا هېواد جینوا ښار ته سفر کړی دی.
افغاني سرې میاشتې ټولنې پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې ښاغلی خالص به جینوا کې د ملي ټولنو د نړېوال غورځنګ رهبرۍ په اړه په تصمیم نیوونکو ناستو کې ګډون وکړي.
یاده اداره زیاتوي، چې نوموړی به همدارنګه د بشري مرستو جلب په موخه د یو شمېر مرستندویه بنسټونو له مسؤلینو سره هم ناستې ولري.